پلعلم (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۳ تاریخي ابدې او ۶ تاریخي سیمې له دوی سره ثبت دي چې اوسنی وضعیت یې اندېښمنوونکی دی او باید ورغول شي.

د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې د لوګر ولایت تاریخي سیمو او ابدو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او اړتیا ده چې بیا ورغول شي.

هغه زیاته کړه، دغه راز د لوګر ځینې تاریخي سیمې او ابدې لا تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره نه دي ثبت شوې، هڅه کوي دغه مهم کار هم وشي.

دی وايي، د دغه ولایت تاریخي سیمې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري چې دوی یې د ځينو مرستندویه ادارو پر مټ د نړېدو او بیارغولو په هڅه کې دي.

ده وویل: «د لوګر د مرکز پلعلم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې تاریخي سیمې شته چې ډېرې یې بیارغونې ته اړتیا لري، په تېرو شلو کلونو کې دغو سیمو ته هیڅ پام نه دی شوی، له موږ سره ۱۳ تاریخي ابدې او ۶ تاریخي سیمې ثبت دي.»

د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي چې د یادو تاریخي سیمو د نړېدو اندېښنې یې له اطلاتو او کلتور وزارت سره شریکې کړې او مسوولینو ژمنه کړې چې د لوګر د تاریخي سیمو او آثارو ساتنې او رغونې ته به پام کوي.

نوموړي د لوګر ولایت په اوسېدونکو هم غږ وکړ چې د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملاتړ وکړي.

د لوګر اوسېدونکي هم له مرکزي حکومت په ځانګړې توګه د دغه ولایت له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د تاریخي سیمو او اثارو ښه ساتنه او پالنه وکړي.

د دغه ولایت یوه فرهنګي فعال مستري زلمي ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تاریخي سیمې او اثار د لوګر تاریخ او پېژندنه په ګوته کوي که زیان ور و رسېږي د دغه ولایت تاریخي پس منظر به وځپي.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې مشهورې تاریخي سیمې اوس مهال د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او که اطلاعاتو او کلتور وزارت پام ورته ونه کړي نو دغه تاریخي سیمې به له منځه ولاړې شي.

هغه وايي: «په محمداغې ولسوالۍ کې د شکار کلا، قلعه ده، پړاو تاریخي سیمه، خواجه سیداحمد اغا تاریخي سیمه، د زرغون ښار سیمې اړوند د خواجه صدر اولیا تاریخي سیمې او همداسې په برهکي برک او خروار ولسوالیو کې هم ځینې مشهورې سیمې شته چې ټولې بیارغونې او سمبالښت ته اړتیا لري.»

لوګر، پلازمېنې کابل ته څېرمه سوېل ختیځ ته پروت تاریخي او له کانونو ډک ولایت دی چې د نړۍ په کچه د مسو او کرومایټو لوی کانونه او همداراز لویې تاریخي سیمې او اثار په کې موجود دي.