کلات (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په دوو کلیو کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې او ۱۳۰ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.
د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي حکمتالله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو دا دوه شبکې د اړوند ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي لګښت د مرکز کلات په شېرمحمد کلاچه او کاکړخان کلاچه سیمو کې جوړې او نن پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه، د څښاک اوبو د دغو دوو شبکو پر جوړېدو ۴ میلیونه ۲۱۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ لګښت راغلی او د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د دواړو کلیو ۱۳۰ کورنیو ته ترې د څښاک پاکې اوبه ورکول کېږي.
دی وايي، مخکې د یادو کلیو اوسېدونکو له لرې واټن څخه د څښاک اوبه راوړې چې اوس یې دا ستونزه حل شوه او ۲۴ ساعته به پاکې اوبه ولري.
نوموړي یادونه وکړه چې د یونیسف په مالي ملاتړ دا مهال د مرکز کلات په نوخېز، حاجي مومن او سپینې غبرګې کلیو کې هم د څښاک اوبو شبکو جوړولو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
د څښاک اوبو د دغو دوو شبکو جوړولو پروژې پلې کوونکې ادارې (د بشري قواوو انکشافي اداره/ HRDA) ساحوي مسوول انجنیر محمدیوسف پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې شبکې په اساسي ډول جوړې شوې چې کلونه- کلونه به د سیمې اوسېدونکو ته پاکې اوبه ورکړي.
دی وايي، د شبکو ساتنې او تخنیکي ستونزو د حل په موخه د سیمې یوه اوسېدونکي ته روزنه هم ورکول شوې څو د اړتیا پر مهال د خلکو ستونزې حل کړي.
د شېرمحمد کلاچې یوه اوسېدونکي ناني پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د دغه کلي اوسېدونکي اړ وو هره ورځ دوه کیلومتره مزل وکړي څو کورونو ته د څښلو لپاره پاکې اوبه راوړي.
دی وايي، د اوبو دا دوه شبکې داسې مهال جوړې شوې چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي او تر ځمکې لاندې تر ۱۵۰ متره ژوروالي هم اوبه نه پیدا کېږي.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې د یونیسف په مالي ملاتړ د سیوري ولسوالۍ په پونکۍ کلي کې هم د اوبو شبکه جوړه شوه چې له لارې یې لسګونه کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ سلګونه کسان د نسناستې پر ناروغي اخته کېږي.
د معلوماتو له مخې، له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳ زره کسان د نسناستې پر ناروغي اخته شوي چې ۷ کسان یې له امله مړه شوي دي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن