ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر عراق د ایران هوایي او توغندیز بریدونو کې ۷۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پر عراق د ایران هوایي او توغندیز بریدونو کې ۷۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
30 Sep 2022 - 01:10
پر عراق د ایران هوایي او توغندیز بریدونو کې ۷۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
30 Sep 2022 - 01:10

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، ایران د عراق پر شمالي سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندویو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

رویټرز اژانس خبر ورکړی چې  د ایران سپاه پاسداران ځواکونو دغه بریدونه، د عراق شمال د اربیل ښار په مربوطاتو کې د ایران کردي ډلې (د ایران د کردانو جمهوري ګوند) پر مرکزونو کړي دي.

ځایي سرچینو ویلي چې په دغو بریدونو کې د خلکو کورونه، پوځي مرکزونه، دفترونه او یو ښوونځی په نښه شوي دي.

بلخوا د عراق دولتي اژانس خبر ورکړی چې څلور توغندي پلازمېنه بغداد کې د پارلمان او د امریکا سفارت په شاوخوا سیمو کې هم لګیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په اربیل کې د دغو بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا امریکا او یو شمېر هېوادونو د ایران دغه بریدونه غندلي دي.

د امریکا پوځ اعلان کړی چې په اربیل کې یې د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه غورځولې ده.

[/restrict]

Views: 399

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.