Language

کابل ښار کې چاودنه شوې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): د کابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې چاودنه شوې.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور چاودنه تاییدوي خو زياتوي چې په اړه به يې جزييات وروسته خپاره شي.

خو په ټولنيزو رسينو کې ځينو کسانو ليکلي چې چاودنه د کابل په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نوم  په يو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوې.

نور جزييات وروسته  به وروسته شريک شي.

login or register a new account.