ایبک (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې لومړنی ستر تفریحي پارک د یوه سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او ښاریان په وړیا توګه لیدنه ترې کولی شي.
د دغه پارک مسوول حاجي محمديونس پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد تفريحي پارک د دغه ولايت د مرکز ايبک په زاړه ښار سیمه کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت، پر ٢٥٠ جريبه ځمکه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مېشت د سمنګان ولایت یو سوداګر معلم موالدین جوړ کړی دی.
د هغه په وينا، په دغه پارک کې ۲۵زره نيالګي او د بېلابېلو ډولونو زينتي ګلونه کېنول شوي او د لامبو وهلو د حوض، یو جومات، د لوبو میدان، د معياري او زرغونه فضا په درلودو سره په یاد ولایت لومړى ستر معياري پارک دى.
دى وايي، د دغه پارک چارې څلور کاله وړاندې پيل شوې چې په دې وروستيو کې بشپړې شوې او ښاريان کولای شي په وړيا توګه ليدنه ترې وکړي.
د سمنګان ولايت د مرکز ايبک اوسېدونکي عبدالغفور په خپله سيمه کې د دغه تفريحي پارک له جوړېدو خوښي څرګندوي او د دغه ولايت په نورو سيمو کې يې د نورو تفريحي پارکونو او شنو ځايونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
بلخوا د ايبک ښاروال مولوي ابوريحان د دغه تفريحي پارک جوړول د ايبک ښار د ښايست او زرغونتيا په برخه کې يو مهم ګام بولي.
هغه د هېوادوالو له خوا د دغه تفریحي ځای پر ښې ساتنې ټینګار وکړ او د دغه پارک له مسوولینو سره یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن