اټلانټا (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): په اندویزیا کې د فوټبال لیګ یوې لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بریتانوي رسنۍ (ګارډین) د تلې په ۱۰مه خبر ورکړی چې دا پېښه تیره شپه د اندونیزیا په ختیځ جاوا ښار کې د فوټبال لیګ یوې لوبې پر مهال شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د نندارجیانو ترمنځ دا شخړه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې د پیریسبایا لوبډلې اریما لوبډلې ته درې پر دوه ګولونه ماتې ورکړه.
ځایي پولیسو ویلي چې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دواړو لوبډلو مینهوالو ترمنځ لومړی لفظي شخړه وشوه خو وروسته يې یو پر بل ډزې وکړې او په چاقوګانو یې ووهل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP