منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اندونیزیا کې د فوټبال لوبې پر مهال شخړه؛ ۴۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۳ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): په اندویزیا کې د فوټبال لیګ یوې لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

بریتانوي رسنۍ (ګارډین) د تلې په ۱۰مه خبر ورکړی چې دا پېښه تیره شپه د اندونیزیا په ختیځ جاوا ښار کې د فوټبال لیګ یوې لوبې پر مهال شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د نندارجیانو ترمنځ دا شخړه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې د پیریسبایا لوبډلې اریما لوبډلې ته درې پر دوه ګولونه ماتې ورکړه.

ځایي پولیسو ویلي چې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دواړو لوبډلو مینه‌والو ترمنځ لومړی لفظي شخړه وشوه خو وروسته يې یو پر بل ډزې وکړې او په چاقوګانو یې ووهل.

د ختیځ جاوا ښار روغتیایي مسوولینو ویلي چې په دې شخړه کې ۱۲۳ کسان مړه او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې له لوبې وروسته نندارچیان د لوبې ډګر ته ښکته شوي او هلته له پولیسو سره هم لاس او ګرېوان شوي دي.

له یادې پېښې وروسته سلګونه پولیس د فوټبال لوبغاړي ته غوښتل شوي وو، څو وضعیت کنټرول کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې