کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): له کندهار ښاره ۷۰ کیلومتره لرې ولسوالي «میوند» چې د وروستیو دوو لسیزو جګړو له امله ډېره ځپل شوې؛ د روغتیا، پوهنې او ورته نورو ټولنیزو برخو کې له خدماتو بېبرخې ده چې اوسېدونکي یې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د دغې ولسوالۍ خلک وایي، په تېرو جګړو کې د میوند زرګونو اوسېدونکو ته مرګژوبله اوښتې، خو له تېر یوه کال راهیسې لا هم دغې ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده شوې.
د میوند ولسوالۍ د بند تېمور سیمې یو اوسېدونکی حمیدالله وایي، د ده په ګډون د ډېرو کسانو کورونه په جګړو او بمباریو کې وران شوي، خو تر اوسه لا هم په دې نه دي توانېدلي چې خپل کورونه بیا جوړ کړي.
ده وویل: «موږ په جګړو کې هرڅه بایللي دي، اوس غواړو چې کورونه، ښوونځي، مدرسې او کلینیکونه راته جوړ شي.»
یو بل کس صالح محمد بیا وايي چې د دې ولسوالۍ خلک اوس خپل ناروغان د درملنې لپاره کندهار ښار ته وړي، ځکه په دې ولسوالۍ کې مجهز کلینیک یا روغتون نشته.
دی غوښتنه کوي چې په میوند ولسوالۍ کې دې یو مجهز روغتون جوړ شي او دغهراز د ماشومانو او ځوانانو د زدهکړو لپاره باید ښوونځي زیات شي.
ده زیاته کړه: «زموږ په منطقه کې نه کلینک شته او نه هم مکتب، مریضان د درملنې لپاره کشکِ نخود او یا هم کندهار ښار ته وړو، نو موږ غواړو چې زموږ دا مشکلات حل شي.»
د سیمې اوسېدونکي دغهراز وایي چې په تېرو ۲۱ کلونو کې د میوند ولسوالۍ ماشومان او ځوانان د جګړو له امله له تعلیم څخه لرې پاتې شوي او دوی نور نه غواړي چې اولادونه یې بې تعلیمه پاتې شي.
د بند تېمور سیمې یوه ۶۵ کلن اوسېدونکي ګلمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې نږدې ټول ماشومان او ځوانان بې تعلیمه دي، دا لویه غمیزه ده، په کار ده چې ښوونځي او مدرسې ورته جوړ شي څو زدهکړې وکړي.
ده زیاته کړه: «زموږ شل کلن او یویشت کلن ځوانان په جنګو کې پيدا شوي او لویان شوي دي، خپل نوم نه شي لیکلای، خدای ج د بې تعلیمه او تعلیم فرق کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې مکتبونه جوړ شي، مدرسې جوړې شي څو اولادونه مو یو شی زده کړي، ځان وپېژني، خدای و پېژني، د خپل مور او پلار حقوق وپېژني.»
د یادې سیمې یو ۱۵ کلن ځوان محمد داوود وایي، تر اوسه یې هیڅ زدهکړې نه دي کړې، ځکه په سیمه کې یې نه ښوونځی شته او نه مدرسه.
د هغه په وینا، ښوونځي او مدرسې له دوی څخه ډېر لرې دي؛ ځکه نه شي کولای چې هلته ولاړ شي، نو غوښتنه کوي چې په خپل کلي کې یې مدرسې او ښوونځي ورته جوړ شي.
ده وویل: «زه د پنځلسو کالو یم، هیڅ درس مې نه دی ویلی، دلته نه مکتب شته نه مدرسه، نو موږ غواړو چې مدرسه او مکتب راته جوړ شي چې زدهکړې په کې وکړو.»
عبدالصمد - چې په خلیل ماما مشهور دی - یو له هغو کسانو دی چې په میوند ولسوالۍ کې یې له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راهیسې د طالبانو په لیکو کې جګړه پيل کړې ده.
هغه اوسمهال هم په بند تېمور سیمه کې د طالبانو قوماندان دی، خو غوښتنه یې دا ده چې په سیمه کې یې ښوونځي او مدرسې جوړ شي څو نجونې او هلکان دواړه زدهکړې وکړي.
ده زیاته کړه: «په مدرسه او ښوونځي کې چې کله یو څوک درس ووایي، هغه انسان خو نو باره بینا شي، نو موږ هم د مکتبو او مدرسو غوښتنه کوو چې زموږ مشران وغواړي موږ خپل اولادونه نجونې او هلکان مدرسو او مکتبو ته ور استوو.»
پر همدې مهال، د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د ولایتي ادارې مسوولیت دی څو په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته د روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې خدمات وړاندې کړي.
ده زیاته کړه: «ولایت مقام او نور ټول ریاستونه په دې هڅه کې دي چې د امکاناتو تر حده په ټولو ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، بیا رغونې او نورو برخو کې ډېر کار وکړي.»
د کندهار میوند ولسوالي د کندهار ښار لوېدیځ لوري ته په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې په تېرو جګړو کې ډېری وخت ترې د نا امنۍ او جګړو خبرونه ورکول کېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP