ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: حکومت دې د چین ترڅنګ نورو هېوادونو کې هم جلغوزو ته بازار پیدا کړي

2 Oct 2022 - 14:08
2 Oct 2022 - 14:08

خوست ښار (پژواک، ١٠ تله ۱۴۰۱): په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي، که حکومت يې حاصلاتو ته د چين له مارکېټ پرته بل نړۍوال بازار پيدا نه کړي، نو د تېر کال په څېر به يو ځل بيا له سخت مالي زيان سره مخ شي.

دوی وايي، سره له دې چې تېر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته صادر شوي، خو لا هم د تېر کال جلغوزي تر اوسه له دوى سره پاتې دي.

په ورته وخت کې، د خوست د جلغوزيو سوداګر او کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال حاصلات د طبيعي افتونو له امله کم شوي دي.

د خوست د سپېرې ولسوالۍ د جلغوزو يوه سوداګر محمدالرحمن پژواک ته وويل چې سږ کال يې د شاوخوا اووه ميليون پاکستاني کلدارو معادل جلغوزي پېرلي دي.

نوموړي وويل چې تېر کال د لارو نشتون له امله د دوی ډېر جلغوزي لا هم په کور دننه پاتې دي او زياتوي، که سږ کال هم ورته حالت تکرار شي، نو سخت مالي زيان به وويني.

د سوېل‌ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي هر کال په مني موسم کې خوست ته راوړل کېږي؛ ځکه هوا نسبتآً توده وي.

دغه جلغوزي د خوست ښار لويديځ لورته اداري کمپلېکس ته څېرمه، په يوه تش ډاګ کې اچول کېږي، څو غوټې د لمر په وسيله ښې وچې شي چې د دانو سپړل يې اسانه شي.

د ځينو شمېرو له مخې، تېر کال د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له ځنګلونو نږدې ۲۵زره ټنه جلغوزي ترلاسه شوي دي.

د حاجي عالم‌جان په نوم يوه بل سوداګر پژواک ته وويل: «دا مشکلات وو چې پاکستان ته تله، داسې سوداګر نه و چې بل چېرې يې وړي وای. زموږ په توکو  پاکستان مزې وکړې. بايد له پاکستان بند شي، بل چېرې لاړې شي چې افغانستان ته يې فايده ورسېږي.»

د خوست اداري کمپلېکس مخې ته د يادو جلغوزيو په سپړلو سره سلګونه بې‌وزلو ښځو، سړو او ماشومانو ته هم فرصت په لاس ورغلی چې د ژمي لپاره د سون‌توکي برابر کړي.

هغوی جلغوزي خپل څښتن ته پرېږدي او تشې غوټې د سون توکو په توګه له ځان سره خپلو کورونو ته وړي.

ولي يو له دغو کسانو څخه دی چې دغه ځای ته هر سهار د غوټو سپړلو لپاره ورځي او د مازيګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د ورځې له دوو تر درېيو بوجيو پورې د جلغوزيو تشې غوټې له ځان سره وړي.

هغه وايي: «د ژمي ډېر ساړه وي، د لرګو وس نه لرو چې موږ لرګي واخلو، دا هره غوټه چې سپينوو، جلغوزې خاوند ته ورکوو او غوټه يې موږ ځانته اخلو.»

په ورته مهال، د خوست جلغوزيو د سوداګرو اتحاديې مشر شهزاده پژواک ته وويل، سږ کال د اټکل له مخې ښايي د خوست، پکتيا او پکتيکا له ځنګلونو نږې ۱۵زره ټنه جلغوزي راټول شي.

هغه وويل، که څه هم د جلغوزيو حاصل لا په پوره ډول نه دی راټول شوی، خو دا مهال د يوه پاخه من جلغوزيو بيه چې ۵۲ کيلوګرام کېږي، سل زره افغانۍ دي.

ده په خپلو خبرو کې د افغانستان سرپرست حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې بهر ته د جلغوزيو په صادرولو کې ورسره پوره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: «اوس موږ يو غټ بازار لرو چې د چين بازار دی؛ موږ د دوی نه دوه غوښتنې دي چې يو په لار کې موږ سره کمک وکړي، دويمه غوښتنه مو دا ده چې بايد د چين نه بغير نورو ملکونو سره زموږ کاروبار زيات کړي.»

په همدې حال کې، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبير احمد عثماني وويل چې تېر کال حکومت د جلغوزو په برخه کې له چین سره توافق کړی و او زرګونه ټنه صادر شول.

خو هغه وايي، ځینو سوداګرو چې د ډېرې ګټې هیله یې درلوده، په وخت یې جلغوزي ونه پلورل چې اوس له تاوان سره مخ دي.

نوموړي وويل چې حکومت يوازې په چین بسنه نه ده کړې، بلکې نور مارکېټونه يې هم پيدا کړي دي.

دى وايي، څو ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره ١٨ ټنه جلغوزي ایټالیا ته صادر شول.

د شمېرو له مخې، هر کال د هېواد په کچه له ۴۰زرو ټنو نيولې تر ۵۰زرو ټنو پورې جلغوزي راټولېږي.

Views: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version