[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وایي، د ځواکونو اړوند د «تثبیت رتبې» کمېسیون کار پیل کړی او هر «مجاهد» ته د هغه تعلیمي او جهادي اسنادو ته په کتلو نظامي رتبه ورکول کېږي.
د یاد وزارت لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسیون چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ جوړ شوی و، په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.
سرچینې زیاته کړې، په همدې مناسبت غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان او د تثبیت رتبې کمېسيون مشر مولوي عبدالجبار صدیقي، د کمېسيون نورو غړو او د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو څانګو ریيسانو ګډون کړی وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کمېسیون به د «اشغالګرو» پر وړاندې د خپلو مجاهدینو د عزت او وقار ساتلو په پار او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره، د هر مجاهد تعلیمي او جهادي اسناد په نظر کې نیسي او دوی ته به مناسبې نظامي رتبې ورکوي.
د بيبيسي د خبر له مخې، دوه میاشتې مخکې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي ویلي و چې د پوځ شمېر اوس شاوخوا ۱۵۰زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي، دغه شمېر ښایي زیات شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې له عربي خبري شبکې «عربي ۲۱» سره په مرکه کې ویلي و چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د «اسلامي پوځ» جوړولو چارې بشپړې کړي چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.
تېر کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه، په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره سم د افغانستان ملي اردو له منځه ولاړ او ګڼ شمېر افسران او سرتېري یې له هېواده ووتل.
[/restrict]
Views: 771
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن