ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېرو ۶ میاشتو په پرتله د نفتي توکو بیې لوړې شوې خو د سرو زرو او غوړیو بیې لوېدلې دي

کابل کې د تېرو ۶ میاشتو په پرتله د نفتي توکو بیې لوړې شوې خو د سرو زرو او غوړیو بیې لوېدلې دي

author avatar
6 Oct 2022 - 16:55
کابل کې د تېرو ۶ میاشتو په پرتله د نفتي توکو بیې لوړې شوې خو د سرو زرو او غوړیو بیې لوېدلې دي
author avatar
6 Oct 2022 - 16:55

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښيي چې د تېرو شپږو میاشتو په پرتله اوس، د نفتي توکو بیې ۱۲ سلنه او په منځنۍ توګه د ځینو خوراکي توکو بیې لس سلنه لوړې شوې، خو د غوړيو بیه ۳۴ سلنه او د سرو زرو بیه لس سلنه رالوېدلې ده.

د نفتي توکو بیې

د یادونې ده چې په روان کال کې د نفتي توکو په بیو کې د پام وړ ډېروالی راغی او ان د روان کال په چنګاښ میاشت کې یو لېتر ډيزل په ۱۲۷ افغانۍ پلورل کېده.

د نفتي توکو سوداګر او پلورونکو د دغو توکو د بیو لوړوالي لامل په نړۍوالو بازارانو کې د هغو د بیو لوړېدل بلل.

د پژواک د راپور له مخې، د وري په ۱۴مه یو لېتر پټرول په ۶۸ افغانۍ، یو لېتر ډیزل په ۷۸ افغانۍ او یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۷۲ افغانۍ پلورل کېدل.

خو د تلې په ۱۴مه، د یو لېتر پټرولو بیه ۸۴ افغانۍ، یو لېتر ډیزل ۹۷ افغانۍ او یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۵ افغانۍ وه.

په یادو دواړو نېټو کې د نفتي توکو بیې، له پرتلې وروسته نږدې ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

د پژواک د راپور له مخې، د روان کال د وري په ۱۴مه د ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو عمده پلور بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۲۸۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۲۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ وه.

خو نن د تلې په ۱۴مه، د ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو عمده پلور بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای  ۳۵۰ افغانۍ ده.

دغه شمېرې ښيي چې د وریجو، اوړو او بورې بیې د تېرو شپږو میاشتو په پرتله لوړې شوې، د غوړیو بیه رالوېدلې، خو د شین او تور چای بیې له بدلون پرته همداسې پرځای پاتې دي.

د خوراکي توکو بیې په داسې حال کې ټيټوالی ښيي چې د خپور شوي راپور له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تلې په شپږمه د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریز تړون د لاسلیک خبر ورکړ چې له مخې یې، په کال کې دوه میلیون ټنه تېل، پنځه سوه زره ټنه اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنه غنم له هغه هېواده پېرل کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د کابل ښار په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو رالوېدل تاییدوي او وايي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د دغو توکو بیې نورې هم ټيټې شي؛ ځکه افغانستان له روسیې سره سوداګریز تړون لاسلیک کړی دی.

په ورته وخت کې، جواد زیاته کړې وه چې د قراردادي محمولې په رارسېدو سره به د توکو په بیو کې د پام وړ ټيټوالی راشي.

د سرو زرو بیې څنګه وې؟

د موندنو له مخې، د سرو زرو بیه د تېرو شپږو میاشتو په پرتله ۱۰ سلنه لوېدلې ده.

د روان کال د وري په ۱۴مه، د کابل ښار په بازارونو کې یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۴۴۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

خو د کابل ښار د «مریم لېسې» بازار د سرو زرو یوه پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۳۹۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۲۰۰ افغانۍ پلوري.

د اسعارو بیه

په تېرو شپږو میاشتو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت یو سلنه راټيټ شوی دی.

د یادونې ده چې د روان کال د وري په ۱۴مه، د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ وه، خو نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۸ افغانۍ ده.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.