کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت وایي، له کابل پرته په ٣٣ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند احمد تقي د تلې په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوه او درې ورځې به دوام وکړي.
نوموړی وایي چې له ولایتونو وروسته به د تلې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په کابل کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.
هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
خو د تلې په څلورمه د ازموینو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش له پژواک سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي وو، سږ کال د کانکور ازموينې ګډونوالو شمېر ١٤٥زره کسانو ته رسېږي چې نږدې ٤٥زره يې په کابل ولايت کې دي.
هغه زیاته کړه، د روان کال په کانکور ازموينه کې د ١٤٥زره ګډونوالو له منځه، ٨٠زره يې د لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسسو ته جذبېږي.
د نوموړي په خبره، تېر کال د لوړو او نيمه لوړو زدهکړو موسسو ته شاوخوا ٦٥زره کسان جذب شوي وو.
نوموړي وویل، د لوړو او نيمه لوړو زدهکړو موسسو ته د محصلانو د جذب ظرفيت د تېرو کلونو په پرتله ٢٥ سلنه لوړ شوی دی.
خموش په دې اړه چې څه ډول یې د جذب ظرفیت لوړ کړی وویل، په هغو پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځیو جوړولو ترڅنګ چې دغه پوهنځي یې نه درلودل، په ځینو پوهنځیو کې نوي ډیپارټمنټونه هم جوړ شوي او په ځینو پوهنځيو کې درسونه دوه وخته شوي، نو په پایله کې یې د جذب ظرفیت لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، تېر کال د کانکور ازموینه په درېیو پړاوونو کې د غويي له اتمې بیا د غبرګولي تر ۱۵مې واخیستل شوه؛ سږ د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور میاشتې ځنډ په کې راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP