اټلانټا (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د بريتانيا د زدهکړو بورسونو (چیونېنګ) پروګرام له ځنډ وروسته بېرته پيل شوی دی.
د چېونېنګ سکالرشېپ ادارې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه افغانان چې اوسمهال له افغانستانه بهر مېشت دي، کولی شي دغه پروګرام ته نومليکنه وکړي.
د بيبيسي د خبر له مخې، چيونېنګ سکالرشېپ ته ځيني نوماندان وايي، تمه يې وه چې په افغانستان کې د نظام بدلون ته په کتو به سږ کال افغان محصلانو ته ځانګړی پام وشي؛ خو د تازه اعلاميې له مخې، اوس يوازې هغه کسان چې له هېواده بهر دي دغه پروګرام لپاره ځانونه راجسټر کولی شي.
په اعلاميه کې راغلي: «موږ اوس دې پايلې ته ورسېدو، هغه کسان چې له افغانستانه دغه پروګرم ته نومليکنه کوي ښايي له جدي امنيتي، مالي او لوژستيکي ننګونو سره مخ شي چې د بريتانيا حکومت له کنټروله وتلي دي.»
بل پلو، په دې وروستيو کې يو شمېر افغان نوماندانو ويلي وو چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډميک کال لپاره د امریکا د فولبرايټ شکالرشېپ ادارې د کمو بورسونو ورکولو له امله ډېری کسان په وروستي پړاو کې رد کړي دي.
د فولبرايټ اړوند مسوولانو تراوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د امریکا فولبرايټ شاوخوا له ۱۵۰ هغو افغان ځوانانو چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډمیک کال لپاره د دغه بورس وروستي پړاو ته رسېدلي وو، دوه کاله پرلهپسې انتظار او څو پړاوونو نه په بریالیتوب سره له تېرېدو وروسته د دغه بورس ادارې په برېښناليک کې ورته لیکلي چې امریکا ته زدهکړو لپاره نه شي ورتلی.
د یادولو ده چې فولبرایټ او چیونېنګ دواړه د نړۍ له معتبرو بورسونو بلل کېږي چې په وروستیو شاوخوا شلو کلونو کې یې ګڼو افغان ځوانانو هم په مرسته تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زدهکړې کړې دي.
د دغو بورسونو له لارې فارغ شوي ځيني کسان د تېر حکومت پرمهال په بېلابېلو نړۍوالو او کورنیو ادارو کې په ښو موقفونو او په دولت کې د رهبرۍ په کچه پر دندو ګومارل شوي وو.
/restrict]
Views: 836