ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټبال اوولس کلنو ملي لوبډله نن له منګولیا سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال اوولس کلنو ملي لوبډله نن له منګولیا سره لوبه کوي

author avatar
7 Oct 2022 - 14:43
د افغانستان د فوټبال اوولس کلنو ملي لوبډله نن له منګولیا سره لوبه کوي
author avatar
7 Oct 2022 - 14:43

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال اوولس کلنو ملي لوبډله نن خپله لومړۍ لوبه له منګولیا سره کوي.

دغه لوبه نن (جمعه) د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیلېږي.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ۱۷ کلنو فوټبال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په تاجکستان کې ترسره کېږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) کوي.

د یادونې ده، د اسیا د ۱۷ کلنو فوټبال جام مقدماتي سیالۍ د تلې په ۱۳مه په تاجکستان کې پیل شوې او د همدې میاشتې په ۱۷مه  پای ته رسېږي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.