ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل وايي نړۍوال دې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي

کابل وايي نړۍوال دې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي

author avatar
7 Oct 2022 - 12:18
کابل وايي نړۍوال دې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي
author avatar
7 Oct 2022 - 12:18

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي او د دغه هېواد د ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره دې خنډونه نه جوړوي.

دغه څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د تلې ۱۵مې په مناسبت چې پر افغانستان د امریکا او متحدینو د «یرغل» له ۲۱مې کلیزې سره برابره ده، خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي.

په یاده اعلامیه کې چې د «اسلامي امارت» ویاند ذبیح الله مجاهد خپره کړې، زیاته شوې: «له نن څخه یوویشت کاله وړاندې په همدې ورځ، د وخت امریکایي حکومت بې له کوم مجوز او معقول دلیل څخه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ؛ د دغه ظالمان یرغل په پایله کې زموږ مظلوم او بېچاره ولس له یو مشروع او منل شوي نظامه بې برخې او له سختو کړاوونو، شهادتونو، ټپونو او مهاجرتونو سره مخ شو.»

سرچينه زياتوي، د شلو کلونو په تېرېدو سره افغانانو وتوانېدل چې بهرني ځوکونه له هېواده وباسي او بېرته د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړي.

اعلامیه کې دغه راز لیکل شوي: «الحمدالله نن موږ د امریکایي یرغل او له یوویشتمې کلیزې څخه په داسې حال کې یادونه کوو چې هېواد مو د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له شتون څخه پاک شوی او ملت مو د یوه سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندې ډاډمن او سر لوړی ژوند کوي.»

سرچینه زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا اعلانوي چې د افغانستان خاوره د هیچا لپاره ګواښ نه دی او نه هم د چا پر وړاندې د ناسمې استفادې اجازه ورکول کېږي.

په اعلامیه کې له نورو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د افغانستان پر وړاندې خصمانه دریځ ونه نیسي او د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره دې خنډونه نه جوړوي.

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.