کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د سولې نوبل جایزه سږکال د اوکرایین، روسیې او بېلاروس یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو ډلو ته ورکړل شوې ده.
د سولې نوبل جایزه هر کال یو کس یا یوې ډلې ته د هغو لاسته راوړنو او هڅو په بدل کې ورکول کېږي چې د نړۍ وګړو ته یې خیر رسېدلی وي.
د بي بي سي راپور له مخې، سږ کال دغه جایزه د اوکرایین، روسیې او بېلاروس فعالانو په ګډه وګټله چې په دې ډله کې د بېلاروس د بشري حقونو فعال الېس بیالیاتسکي، په روسیه کې د بشري حقونو ډله ‘مېموریل ‘ او همدا راز د اوکرایین د مدني ازادیو مرکز شامل دي.
سرچينې لیکلي، دې کسانو او ډلو د جنګي جرمونو د پېښو ثبتولو او له بشري حقونو د سرغړونو برخه کې د خپل کار له کبله سږ کال د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.
د سږ کال جایزه داسې مهال اعلانېږي چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۷ میاشتې پوره کېږي، او ګټونکي يې هم ډېری هغه کسان او ډلې دي چې د اوکرایین جګړه کې یې له بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو په برخه کې کار کړی.
Visits: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن