Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځدران: د کابل ښار په دېوان‌بیګي سیمه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

لومړی تعقیب - کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۱): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په «دېوان‌بیګي» سیمه کې پر یوه کاسټر موټر چاودنې لږ تر لږه درې کسان ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، په دېوان‌بیګي سیمه کې د سړک غاړې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی ماین د عامو وګړو د سپرلي پر یو کاسټر موټر چاودلی دی.

هغه وایي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغې چاودنه کې درې تنه عام هېوادوال سرسري ټپیان شوي دي.»

ځدران وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

خو د زمري په نوم یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر سپین رنګه کاسټر موټر دغه چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شول؛ دوه یې برسېرن وو او درې نور یې په سیمه کې یوه روغتون ته ولېږدول شول، خو د هغوی وضعیت هم د اندېښنې وړ نه و.

دی وایي: «زه د چاودنې ځای ته ډېر نږدې وم، د چاودنې په دوړو کې پټ شوم، خو زخمي شوی نه یم.»

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.