کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د ښارجوړونې وزارت او کابل ښاروالي، د غیرقانوني ښارګوټو، ښاري سرغړونو او غیرقانوني ښاري ودانیو له جوړولو سره د مخنیوي لپاره یوه تخنیکي او حقوقي کمېټه جوړوي.
د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د هستوګنیزو کورونو د څېړنې، ښارګوټو او ښاري درغليو پر مخنیوي بحث وشو او نظرونه تبادله شول.
د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني په دې ناسته کې ویلي چې د غیرقانوني ښارګوټو، د ښاري تخلفاتو او د غیر قانونی ښاري ودانیو د مخنیوي لپاره باید څو پرلهپسې ناستې وشي، تر څو د تصریح شوو قوانینو په چوکاټ کې ستونزو ته د حل لار پیدا او ستونزې حل شي.
ده ویلي، د دواړو ادارو قوانین دې مطالعه او تشې یې ډکې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ستونزو د حل په موخه باید د ښار جوړونې او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ له خوا یوه تخنیکي او حقوقي کمېټه جوړه شي او ښاري ستونزې دې هر اړخیزې وڅېړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP