کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د غلو درې ډلې - چې نهه تنه کېږي - نیولې دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، یاد کسان د موټرو، موبایلونو او نمبرپلیټونو د غلا په تور نیول شوي دي.
دی وایي چې دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی او دوسيې يې اړوند ارګان ته ولېږدول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP