ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عدلیې وزیر: له ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت دی

د عدلیې وزیر: له ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت دی

author avatar
11 Oct 2022 - 22:57
د عدلیې وزیر: له ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت دی
author avatar
11 Oct 2022 - 22:57

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر وایي، اسلامي امارت د هغه شمېر نړیوالو میثاقونو او تړونو رعایتولو ته ژمن دی چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي.

د عدلیې وزارت لخوا د تلې په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغې لیدنه کې دواړو لوریو د قوانینو جوړولو، د بشر حقونو، نړیوالو میثاقونو او معاهدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، ښځو له پاره د کار د اجازې ورکولو او افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د بیا فعالولو په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې، د قوانینو د چمتو کولو په اړه چې په دغې اړه څومره کار شوی بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عدليې وزیر د نړیوالو میثاقونو او معاهداتو په اړه او دا چې اسلامي امارت تر کوم حد پورې د دغو میثاقونو او معاهداتو رعایتولو ته ژمن دی، وویل چې اسلامي امارت د هغه شمېر نړیوالو میثاقونو او معاهداتو رعایتولو ته ژمن دی چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او هیڅ بنسټ نه شي کولای چې په اسلامي امارت داسې څه په زور تحمیل کړي چې د شریعت خلاف وي.

شرعي په اسلام کې د بشري حقونو رعایتولو او ښځو له پاره د کار کولو د اجازې په اړه وویل چې اسلام حتی حیواناتو له پاره حقوق په پام کې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه: «کوم حقونه چې اسلام بشر ته په ځانګړي توګه د ښځو له پاره ورکړي په هیڅ دین او هېواد کې هغوی ته نه دې ورکړل شوي».

په دغه کتنه کې د عدليې وزیر، ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت وباله او ويې ویل چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او له ترهګرۍ سره عملاً په مبارزه کې دی.

هغه په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې هم یادې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دغه لاسته راوړنې له پام څخه و نه غورځوي.

دعدليې وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور مهم وباله او د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه یې وغوښتل چې د راپور په جوړولو کې عدالت او حقایق په پام کې ونیسي او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې په کې شاملې کړي ترڅو د سیاسي او اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ګټور تمام شي.

دغه راز هغه له بنت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل دفتر فعال کړي.

د سرچینې له مخې، د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ژمنه وکړه چې له عدليې وزارت سره به د تخنیکي مرستو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

په  افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) تر اوسه ددې لیدنې په اړه څه نه دي خپاره کړي.

[/restrict]

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.