[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان سرپرست حکومت پر هغو چارواکو د ویزو محدودیتونه لګوي چې د افغان نجونو په «ځپلو او ځورولو» کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت پخپل یوه ټویټ کې لیکلي: «امریکا په افغانستان کې پر هغو کسانو د بندیزونو لګولو لپاره ګام اخلي چې د ښځو او نجونو په ځپلو کې ښکېل دي.»
https://twitter.com/SecBlinken/status/1579923558553513985?s=20&t=82LV8VdBZ-XGTR2ajkjUnQ
هغه زیاته کړې: «موږ به پر طالبانو او نورو فشار ته دوام ورکړو، څو د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته احترام وکړي.»
خو بلېنکن د دغو بندیزونو د څرنګوالي وضاحت نه دی کړی.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تفصیلي اعلامیه کې په دې اړه جزییات خپاره کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د محدودیتونو په دغه اقدام کې د افغانستان د سرپرست حکومت اوسني یا پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو افراد او نور هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په محدودونکو پالیسیو او تاوتریخوالو سره د نجونو او ښځو په ځپلو کې مستقیم او غیر مستقم لاس لري.
https://twitter.com/StateDeptSpox/status/1579928410960596992?s=20&t=82LV8VdBZ-XGTR2ajkjUnQ
په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه کسان چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودلو لامل کېږي، د کار او مسلک انتخاب ته د هغوی مخه نیسي او د بیان ازادۍ خنډ ګرځي، هم د امریکا د ویزو له محدودیتونو سره مخ کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې سرپرست حکومت ژمنه کړې وه چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي، خو هغوی د یو لړ پالیسيو په اعلانولو سره د نجونو د زدهکړو او په ډېرو برخو کې د ښځو د کار مخه نیولې ده.
په اعلامیه کې له نورو هېوادونو هم غوښتل شوي چې ورته اقدامات وکړي او دا په مشترک ډول څرګنده کړي چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومت مشروع ګڼل کېدای شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د هر وګړي بشري حقونه تامین کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ټولو افغانانو کلک ملاتړ کوي او ژمن دی چې د مېرمنو او نجونو د تعلیمي حق په ګډون به د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو خوندیتوب لپاره هڅې کوي.
بلخوا، د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په یوه ټویټ کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.
https://twitter.com/SE_AfghanWGH/status/1579948666760335360?s=20&t=82LV8VdBZ-XGTR2ajkjUnQ
هغې لیکلي: «طالبان باید په یاد ولري چې د ټولو افغانانو حقونو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړې حق ته له درناوي پرته، مخکې تګ او د نړۍوالې ټولنې د یوه مشروع غړي په توګه پېژندل یې ناشونی دی. دا په افغانستان کې د هر پرمختګ بنسټ دی.»
د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د امریکا له خوا د ویزو محدودیتونو د دغه تازه اقدام په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ سره په لیدنه کې ویلي وو چې امیرالمؤمنین د اسلامي امارت مسئوولینو ته په خپلو فرمانونو او مجالسو کې له ولس سره پر ښه چلند او حقوقو ته یې پر ورکړې تینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د افغانستان د سرپرست حکومت پر ځینو چارواکو محدودیتونه اعلان کړي چې څو ورځې مخکې په قطر کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ مهمه ناسته شوې وه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو چارواکو برخه اخیستې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP