ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې  پیل کړې

اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې  پیل کړې

author avatar
12 Oct 2022 - 08:47
اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې  پیل کړې
author avatar
12 Oct 2022 - 08:47

کابل – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲

اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې پیل کړې، چې د افغانستان دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د 4G چوپړتیاوو اړوند یوه پرانیسته غونډه د هرات ولایت ارګ هوټل کې ترسره شوه، چې  په هرات ښار کې د اتصالات ۲۵۰څخه ډیرو پیریدونکو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او د سیمه اییزو رسنیو استازو برخه اخیستې وه.

د څلورم نسل یا 4GLTE د ګرځنده ټیلیفون څلورم نسل چوپړتیاوو سره اوس په هرات کې د اتصالات پیرودونکي کولای شي د 3G په بیه له ۱۰ برابره چټک انټرنټ څخه خوند واخلي او کولای شي، چې د خپلې خوښې انټرنټي کڅوړې په ډیره غوره بیه  او له لوړې چټکتیا سره لاسته راوړي. د 4G  چوپړتیاوو پیل به مرسته وکړي، ترڅو د ارتباطاتو پر وړاندې ننګونې راټیټې او د وګړو ترمینځ د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا لامل شي.

د اتصالات اجرایوي مشر محمد عثمان په یوه پیغام کې د هرات خلکو ته 4G  د پیل له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې “موږ ژمن یو چې د خپلې عصري ټیکنالوژۍ په کارولو سره د نړۍ په کچه غږیزې او انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې کړو.” زموږ درنوپیریدونکو ته به دا وړتیا ورکړي چې له چټک او باوري انټرنیټ څخه هرچیرې او هر وخت ګټه پورته کړي.’

د اتصالات مخابراتی شبکه ژمنه ده، ترڅو په لیرې پرتو سیمو کې خلک سره ونښلوي او شته پیرودونکو ته پرمختللي، انعطاف وړ او ارزانه غږ او انټرنټي  حل لارې  وړاندې کړي. په دې وروستیو کې، شرکت په ټول هیواد کې په پراخه کچه د چوپړتیاوو د پراختیا او هرې سیمې ته د چوپړتیاوو د رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د اتصالات په اړه: –

اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په ۲۰۰۷کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له ۷ میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.

د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.

پای

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.