Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې څه باندې درې ټنه تاريخ‌‎‌تېر درمل او توکي وسوځول شول

پلخمري (پژواک، ٢٠ تله ١٤٠١): د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د تېر يو کال موده کې له هټيو او درملتونونو ټول شوي درې ټنه تاريخ‎تېر درمل او توکي يې سوځولي دي.

د بغلان د عامې روغتیا ريیس ډاکټر مسعود احمدي د تلې په ۲۰مه د یادو توکو سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر کال په وروستيو دوو ربعو او د روان کال په لومړيو دوو ربعو کې يې د پلخمري ښار له هټيو او درملتونونو څه باندې درې ټنه تاريخ درمل او توکي راټول کړي دي.

هغه وايي چې راټول شوي یاد توکي نن د ولايت، استخباراتو، او د ښاري اصنافو د استازو پر وړاندې وسوځول شول.

دغه راز د يادو توکو سوځولو پر مهال د بغلان د استخباراتو رياست استازي مولوي صفي‌‎الله مظهري پژواک ته وويل، هیڅوک حق نه لري چې پر خلکو تاريخ‌تېر درمل او يا هم توکي وپلوري.

هغه زياتوي، که چېرې څوک د تاريخ‌تېر درملو او يا توکو پر پلور ونيول شول نو قانوني چلند به ورسره وشي.

که څه هم چې په بېلابېلو وختونو کې د حکومتي مسوولينو له لوري د تاريخ‎تېر درملو او توکو سوځولو خبر ورکول کيږي خو بيا هم د پلازمېنې کابل په ګډون د ولايتونو په يو شمېر هټيو کې تاريخ‎تېر درمل او توکي د پلور په موخه اېښودل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.