پارون، چاريکار (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د نورستان او پروان چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې د کولرا له امله اته کسان مړه او لسګونه نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د نورستان د برګمټال ولسوال مولوي رفیعالله ضیفان وایي، د دغې ولسوالۍ په چپو، نیک موک او لوی برګمټال کلیو کې د کولرا ناروغي له تېرو دوو اونیو راهیسې خپره شوې وه، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې یې شدت ډېر شوی او ۷ کسان له امله یې مړه شوي دي .
هغه زیاتوي، د دغې ولسوالۍ په روغتون کې پر کولرا ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زیات دی او که نور روغتیايي ټیمونه دې ولسوالۍ ته ونه رسېږي، د ناروغانو حالت نور هم خرابېدای شي .
خو د نورستان د عامې روغتیا رئیس مولوی نقیبالله وايي: «موږ هلته درمل استولي دي او حالت ښه دی.»
هغه له خلکو هم وغوښتل چې خپله حفظ الصحه مراعت کړي .
د نورستان د سرې میاشتې رییس مولوی نوراحمد خان حیدرزی وایي، له تېرې شنبې ورځې راهیسې دوی پر دغې ناروغۍ خبر شوي او مرکز ته یې هم خبر ورکړی، خو په خبره یې تر دې دمه ورته لازم هدایت نه دی رسېدلی .
د برګمټال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګلزمان جنا پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې ناروغۍ پر پاخه عمر لرونکو کسانو ډېر اغېز کړی او د دغې ولسوالۍ په روغتیایې مرکز کې هم اړوند درمل نشته.
هغه زیاتوي، که اړوند ارګانونه په یاده برخه کې همداسې بې پامي وکړي، دغه ناورین به لاپسې پراخ شي .
له بلې خوا، په پروان ولايت کې هم د کولرا ناروغۍ له امله يو کس مړ او ۴۳ نور پرې اخته شوي دي.
د پروان د عامې روغتيا رئیس هدایتالله عزام وايي چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د کولرا ناروغي خپره شوې ده.
ده زياته کړه، په شيخ علي ولسوالۍ کې د يادې ناروغۍ له امله يو کس مړ شوی او ۴۳ ناروغان پېژندل شوي دي.
Views: 153
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن