Language

د سیکا شپږمه غونډه قزاقستان کې پیل شوه

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د سیمه‌يیزو همکاریو پیاوړتیا، د سولې، امنیت او ثبات په موخه په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمه نړۍواله غونډه نن (چهارشنبه) په قزاقستان کې پیل شوه.

دغه خبر د استانه‌ ټایمز په نوم يوې قزاقي رسنۍ خپور کړی او زياته کړې يې ده چې دغه غونډه به سبا (پنجشنبه) هم دوام ولري.

سرچینې لیکلي، یاده غونډه (CICA) د یوه بین‌الحکومتي فورم په توګه د قزاقستان د وخت د ولسمشر نورسلطان نظربایف په غوښتنه په ۱۹۹۲م کال کې د ملګرو ملتونو په ۴۷مه عمومي غونډه، کې منل شوې او د افغانستان، پاکستان، هندوستان، چین، ایران، روسیې او ترکیې په ګډون یې ۲۷ اسیايي هېوادونه غړیتوب لري.

د «نیوز ان ایر» په نوم بلې رسنۍ لیکلي چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د هندوستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیره "میناکشي لیکي" او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د قزاقستان مرکز استانې ښار ته رسېدلي دي.

شهباز شریف په خپلې ټويټرپاڼې لیکلي: «زه باور لرم چې CICA د دې وړتیا لري چې د لوی ارتباط له لارې په اسیا کې د اقتصادي همکارۍ او امنیت نوی جوړښت رامنځته کړي.»

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پژواک خبري اژانس دغه موضوع د اسلامي امارت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل سره شریکه کړه، خو د دغه خبرې تر خپرېدو پورې يې ځواب ورنه کړ.