اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، اوکراین یې د اجنډا مهمه برخه ده، خو پر افغانستان خبرې نه کېږي.
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر یوه غړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان د دې دوه ورځنۍ غونډۍ په اجنډا کې نه دی شامل.
خو سرچینې زیاته کړې چې دوی د افغانستان حالات څاري.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) پیل شوه چې دوه ورځې به دوام ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP