Language

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پیل شوه، افغانستان یې په اجنډا کې نشته

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، اوکراین یې د اجنډا مهمه برخه ده، خو پر افغانستان خبرې نه کېږي.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر یوه غړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان د دې دوه ورځنۍ غونډۍ په  اجنډا کې نه دی شامل.

خو سرچینې زیاته کړې چې دوی د افغانستان حالات څاري.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) پیل شوه چې دوه ورځې به دوام ولري.

login or register a new account.