Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: سیمه‌ییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصاد‌محوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو دی

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې افغانستان د سیمه‌ییز پیوستون د څلور‎لارې حیثیت لري، د همدې لپاره سیمه‌ییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‌ییزو همکاریو ریاست په هڅو د سیمه‌ییزو سازمانونو او پلاټفورمونو (سارک، ایکو، شانګهای، د آسیا زړه-استانبول پروسه، د اسیا همکاریو ډیالوګ، کولمبو پلان، کاریک، سیکا، سپېکا، او سردپ) په اډانه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو او له یادو میکانیزمونو سره د اړیکو بیا پیل په موخه له اړوندو ملي ادارو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د نوموړي په وینا، دا ناسته د (افغانستان د سیمه‌ییز پیوستون څلورلاره؛ د فرصتونو ایجاد، پر ننګونو برلاسی او د سیمې د ټېکاو او هوساینې پر لور ګام) تر نوم لاندې ترسره شوه.

هغه زیاته کړې، په یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سیمه‌ییزو سازمانونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.