اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې افغانستان د سیمهییز پیوستون د څلورلارې حیثیت لري، د همدې لپاره سیمهییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سیمهییزو همکاریو ریاست په هڅو د سیمهییزو سازمانونو او پلاټفورمونو (سارک، ایکو، شانګهای، د آسیا زړه-استانبول پروسه، د اسیا همکاریو ډیالوګ، کولمبو پلان، کاریک، سیکا، سپېکا، او سردپ) په اډانه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو او له یادو میکانیزمونو سره د اړیکو بیا پیل په موخه له اړوندو ملي ادارو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نوموړي په وینا، دا ناسته د (افغانستان د سیمهییز پیوستون څلورلاره؛ د فرصتونو ایجاد، پر ننګونو برلاسی او د سیمې د ټېکاو او هوساینې پر لور ګام) تر نوم لاندې ترسره شوه.
هغه زیاته کړې، په یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سیمهییزو سازمانونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
متقي وویل چې افغانستان د سیمهییز پیوستون څلورلارې حیثیت لري؛ د همدې لپاره سیمهییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو دی.
نوموړي زیاته کړې: «موږ پر دې باور یو چې سیمهییزې همکارۍ نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي، بلکه د هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او هوساینې لامل هم ګرځي.»
دغه راز، د غونډې ګډونکوونکو له یادو سازمانونو سره د اړیکو بیا پیلولو پر اهمیت او یادې موخې ته د رسېدو لپاره پر داخلي همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او دا ډول غونډې یې یو مثبت پرمختګ وباله او د هغو د دوام او تعقیب غوښتنه یې وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










