Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په میدان وردګو کې د یوه ترکي بنسټ له خوا له سلګونو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په میدان وردګو کې د یوه ترکي بنسټ له خوا له سلګونو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
14 Oct 2022 - 16:00
په میدان وردګو کې د یوه ترکي بنسټ له خوا له سلګونو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
14 Oct 2022 - 16:00

میدان‌ښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ترکيې د نړیوالو بشري مرستو بنسټ(IHH)  له خوا د کلي خیریت بنسټ او افغاني سرې میاشتې په همغږۍ نن په میدان وردګو کې  له ۶۰۰ یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کلي خیریه بنسټ مشر مجیب الرحمن محمودي پژواک ته وویل: «نن د ترکيې هېواد مرسته شوي خوراکي توکي د چک، جغتو، دایمیرداد او سیدآباد ولسوالیو پر ۶۰۰ یتیمانو ووېشل شول.»

ده زیاته کړه، د یتیمانو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، لس لیټره غوړ، لس کیلوګرامه نخود، لس کیلوګرامه وریجې، لس کیلوګرامه مکاروني، شپږ کیلوګرامه خرما او دوه کیلو ګرامه مالګه ورکړل شوې ده.

له مرستو برخمن شوي کسان خوښ دي، خو د زیاتو او دوامدارو مرسته غوښتنه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.