میدانښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ترکيې د نړیوالو بشري مرستو بنسټ(IHH) له خوا د کلي خیریت بنسټ او افغاني سرې میاشتې په همغږۍ نن په میدان وردګو کې له ۶۰۰ یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کلي خیریه بنسټ مشر مجیب الرحمن محمودي پژواک ته وویل: «نن د ترکيې هېواد مرسته شوي خوراکي توکي د چک، جغتو، دایمیرداد او سیدآباد ولسوالیو پر ۶۰۰ یتیمانو ووېشل شول.»
ده زیاته کړه، د یتیمانو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، لس لیټره غوړ، لس کیلوګرامه نخود، لس کیلوګرامه وریجې، لس کیلوګرامه مکاروني، شپږ کیلوګرامه خرما او دوه کیلو ګرامه مالګه ورکړل شوې ده.
له مرستو برخمن شوي کسان خوښ دي، خو د زیاتو او دوامدارو مرسته غوښتنه کوي.
د دایمیرداد ولسوالۍ د چنګې سیمې اوسېدونکي احمد زبیر وویل چې شپږ کاله وړاندې يې پلار وفات شوی او د ګټې څوک نه لري.
دی وايي، اقتصادي وضعیت يې ډېر خراب دی او دا مرسته به د څه وخت لپاره د دوی د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
خو وايي، حکومت او خیریه بنسټونه دې دا ډول مرستې لا زیاتې او دومداره کړي چې د بېوزلو کورنیو اړتياوې د زیاتې مودې لپاره پوره شي.
د دغه ولایت د چک ولسوالۍ د سېبکې سیمې اوسېدونکی ګلاب الدین چې په یوه لاس او پښه معلول هم دی وايي: «کار نشم کولای او د اته کسیزې کورنۍ سرپرست يم، وضیعت مو ډیر خراب دي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








