[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): دا مریکا سپینه ماڼۍ وایي ، چې که څه هم په افغانستان کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې، خو هلته به د فضا له لارې د هر هغه "ترهګریز ګواښ" په نښه کړي چې د امریکایانو او یا یې د متحدینو پر ضد راپورته کېږي.
دا څرګندونې د افغانستان او د نړۍ هېوادونو لپاره د امریکا په نوې امنیتي ستراتېژۍ کې شوې چې د تلې په ۲۱مه، د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ادارې لخوا خپره شوې ده.
د بي بي سي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډن په دغې ستراتیژۍ کې ویلي، دداعش او القاعده ډلې د ځینو مشرانو په وژلو سره یې خپل دغه توان ثابت کړی ، چې خپل دښمن که هر چېرې وي، له منځه یې وړلی شي.
هغه زیاته کړې: "د ګواښ له ودې سره زموږ د ترهګرۍ ضد چلند هم باید هماغسې وي. ځکه خو موږ تېر کال په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. ډېر مخکې مو د اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې مهمو مشرانو باندی د عدالت پلي کولو هدف تر لاسه کړی دی."
د امریکا ولسمشر بایډن یو ځل بیا په کابل کې د القاعده ډلې مشر د وژلو پېښې په یادولو سره ویلي: "لکه څنګه مو چې د عملیاتو په ترڅ کې ایمن الظواهري وواژه، همداسې موږ پر خپلو وړتیاو باور لرو چې د القاعدې او اسلامي دولت ډلې او نورو وسله والو پر ضد د فضا له لارې خپلې جګړې ته دوام ورکړو."
د یادولو ده چې تېره اګست میاشت کې د افغانستان پلازمینې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د امریکا لخوا له بې پیلوټه الوتکې هوايي برید وشو چې په ترڅ کې یې امریکا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.
خو د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د الظواهري وژنه نه ده تایید کړې او له امریکا یې په دې اړه ثبوت غوښتی دی.
تر یاد برید وروسته د افغانستان سرپرست حکومت امریکا تورنه کړه چې دې برید سره یې ددوحې له تړون څخه سرغړونه کړې، خو ا مریکا بیا کابل تورن کړ چې د ترهګرو د مشر ساتلو سره یې له دوحې تړون سرغړونه کړې ده.
د امریکا ولسمشر بایډن د افغانستان لپاره په دې نوې تګلاره کې همدا راز ویلي، افغانستان بېرته د ترهګیزو بریدونو ځالې باندې بدلېدو ته نه پرېږدي او طالبان به په دې برخه کې له دوی سره کړو ژمنو ته ځواب ویونکي او مسول وي.
د هغه په وینا : "موږ به ډاډ تر لاسه کوو چې افغانستان بیا هېڅکله پر امریکا یا زموږ پر متحدینو د ترهګریزو بریدونو لپاره په یوه خوندي ځای بدل نه شي، او موږ به طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو کړو عمومي ژمنو ته مسول وګڼو."
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د امریکا دې نوې ستراتېژۍ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي.
جو بایډن په دې تګلارې کې همدا راز ویلي چې د القاعدې او داعش په ګډون د وسله والو فعالیتونه اوس له افغانستانه منځني ختیځ، افریقا او جنوب ختيځې اسیا ته پراخ شوي دي او په خبره یې، "د نن ورځې ترهګریز ګواښ د تېرو دوو لسیزو پرتله ډېر ایډيالوژيک او له جغرافیايي پلوه متنوع دی. القاعده، داعش او ورسره تړلي ځواکونه له افغانستان او منځني ختیځ، افریقا او جنوب ختیځې اسیا ته پراخ شوي دي. سوریه، یمن او سومالیا لا هم د ترهګرو پټنځي دي. ځينې ځايي وسله والې ډلې د سيمه ييزو شخړو لوبغاړې ګرځېدلې دي او ځینې یې هڅه کوي چې پر متحده ایالتونو او بهر کې زموږ پر ګټو بریدونه وکړي."
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP