ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکي: د تېرو ۱۵ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو بیې لوېدلې دي

د تخار اوسېدونکي: د تېرو ۱۵ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو بیې لوېدلې دي

author avatar
16 Oct 2022 - 15:58
د تخار اوسېدونکي: د تېرو ۱۵ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو بیې لوېدلې دي
author avatar
16 Oct 2022 - 15:58

تالقان (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د تېرو ۱۵ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو د بیو راټيټېدو هرکلی کوي او وايي، حکومت باید د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي.

په تالقان ښار کې د لومړنیو توکو يوه پلورونکي حاجي توريالي وويل چې پنځلس ورځې مخکې يې يوه ٥٠ کيلويي بوجۍ اوړه په ٢٧٠٠ افغانیو پلورل، خو اوس د یوې بوجۍ اوړو بیه ٢٢٠٠ افغانیو ته او د ٢٤ کيلوګرامه سېله وريجو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت رالوېدل، د لومړنیو توکو د بيو د ټيټېدو يو عمده لامل دى.

په ورته وخت کې، که څه هم د تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو توکو د بیو له ټيټېدو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید بازارونه کنټرول کړي.

د تالقان ښار اوسېدونکى نصرت‌الله وايي، که څه هم د تېرو پنځلسو ورځو په پرتله د لومړنیو توکو بيې ټيټې شوې، خو دا بيې ثابتې نه دي.

د هغه په ​​وينا، تر هغه چې په بازارونو کې د ډالر بیه کنټرول نه شي، نو په بدو اقتصادي شرايطو کې به يو ځل بيا  د لومړنیو توکو بیې لوړې شي.

د تالقان ښار يو بل اوسېدونکی فقيرمحمد وايي: «کاروبار نشته، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی، اوس چې نرخونه را ټيټ شوي، موږ خوشحاله يو؛ خو حکومت باید هڅه وکړي چې د لومړنیو توکو بیې نورې هم راټيټې شي.»

هغه له حکومتي مسوولینو غواړي چې د بیو د کنټرول په برخه کې پاملرنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، اوس د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه له ۲۷۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته، د ۲۴ کیلوګرام سېله وریجو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته او د یو من زغرو غوړو بیه له ۱۱۰۰ څخه ۹۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې چې خلک یې هیله‌من کړي دي.

بلخوا، د تالقان ښاروالۍ وياند حيات‌الله صفاري له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د دغه رياست د بیو د څارنې او کنټرول ټيم هره ورځ نرخونه کنټرولوي.

د هغه په ​​وينا، که د لومړنیو توکو پلورونکي له ټاکل شوې بیې خلاف توکي وپلوري، جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د لومړنیو توکو بیې راټيټې شي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.