[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د نجونو د زدهکړو او نشهیي توکو مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په ارګ کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مېرمن روزا اوتونبایوا ته د نوي ماموریت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ملګرو ملتونو له ډېرو کلونو راهیسې له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په ګډون مختلفو برخو کې مرسته کړې او اسلامي امارت له نړۍوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو سره همکار دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن روزا د دوی د امنیت تامین لپاره د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه، ویې ویل: «موږ له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام سربېره په انګشافي برخو کې د مرستو برابرولو ته لا زیاته پاملرنه کوو او د دغه سازمان د غړي په توګه ملګري ملتونه افغانستان له یاده نه وباسي.»
نوموړې زیاته کړه، نشهیي توکي د افغانستان او نړۍ لپاره لویه ستونزه ده او باید د مخنیوي لپاره یې اقدامات وشي.
د سرچینې په وینا، د دې لیدنې پر مهال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: «موږ هم د نشهیي توکو له منفي اغېزو اندېښنه لرو او په تېرو دوو لسیزو کې په اټکلي ډول پنځه میلیون افغانان په نشهیي توکو روږدي شوي چې د هغوی شاوخوا یو میلیون ښځې او ماشومان جوړوي.»
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په تېر یوه کال کې تر پلونو لاندې، له پارکونو او سړکونو په ډېر روږدي ټول او درملنه کړي او هغوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره د ملګرو ملتونو له سازمانه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال زیاته کړه: «موږ غواړو افغانستان له نشهیي توکو پاک وي او په همدې موخه د امیرالمؤمنین فرمان صادر شوی او اوس په افغانستان کې د نشهیي توکو کر او قاچاق منع شوی او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اندېښنې ته په پام وویل: «زموږ پالیسي «زدهکړې د ټولو لپاره» ده او د تخنیکي مسایلو له حل وروسته به په دې برخه کې اقدام وشي.»
روزا اوتونبایوا چې د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره ده، څه موده مخکې په افغانستان کې د یوناما مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وټاکل شوه او د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلې ده.
[/restrict]
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن