Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د صنعتي پارک په یوې فابریکې کې اورلګېدنې سلګونه زره ډالر زیان اړولی

کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د وچې مېوې د بسته‌بندۍ په یوې فابریکې کې اورلګېدنې ۶۰۰ زره ډالر زیان اړولی دی.

د یادې شوې فابریکې مسوول صفت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ شاوخوا ۱۲ نیمې بجې د ده د ابجوشو او شکرپارې د بسته‌بندۍ په فابریکه کې اور ولګېد.

دی وايي، تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو ده ته یې دروند زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ ته تقریبا شپږ لکه ډالره زیان اوښتی دی، دلته یوازې زموږ زیان نه دی، بلکې دا د هغه کسانو زیان هم دی چې دلته مو په کار بوخت کړي دي؛ نو غوښتنه کوو چې چارواکي کومک راسره وکړي.»

د کندهار د وچې مېوې سوداګرو اتحاديې رییس حاجي عبدالاحد صدیقي هم وایي، په دغه فابریکه کې پنځه موټره وچه مېوه – چې صادرولو ته اماده وه – له منځه تللې ده او دغه‌راز د بسته‌بندۍ مشینري او نور وسایل هم د اور خوراک شوي دي.

ده زیاته کړه، اوس‌مهال په صنعتي پارک کې د اطفایې اسانتیا نشته خو بیا هم له کندهار ښار څخه اطفایه ورسېده او اور یې مهار کړ.

ده وویل: «که اطفایه نه وای رارسېدلې ډېر زیان به نور هم اوښتی وای، ځکه دلته نږدې نوره مېوه هم ده؛ موږ ډېر پخوا په صنعتي پارک کې د اطفایې غوښتنه کړې وه خو تر اوسه لا هم دلته نږدې د اطفایې اسانتیا نشته.»

د ابجوشو د بسته‌بندۍ په یاد کارځای کې یو کارکوونکی بسم‌الله وایي، کله چې اور ولګېد، دوی هڅه کوله د پراخېدو مخه یې ونیسي، خو بریالي نه شول.

د هغه په وینا، اورلګېدنې دومره خفه کړی لکه خپل کور چې یې سوځېدلی وي.

ده زیاته کړه: «په خپل کور هم دومره نه خپه کېدم لکه په دغه ځای چې خفه شوم؛ دلته شاوخوا ۲۵۰ کسان کار کوي، هغوی ته خدای له دې ځای څخه روزي رسوي.»

د کندهار د صنعتي پارک مسوول مفتي علي محمد بیا وایي، دغه موضوع یې له ولایتي مسوولینو او وزارت سره شریکه کړې او هڅه کوي چې له زیانمن شوي سوداګر سره مرسه وشي.

هغه په صنعتي پارک کې د اطفایې اسانتیا د نشتوالي په اړه وویل چې په صنعتي پارک کې ځمکه ورته ټاکل شوې، خو تر اوسه لا هم د صنعتي پارک لپاره د اطفایې خدمات نه دي برابر شوي.

ده زیاته کړه: «موږ دا موضوع له مشرانو سره شریکه کړې، کوښښ مو دا دی چې له دغه زیانمن شوي سوداګر سره همکاري وشي او بل د اطفایې موضوع ډېره اړینه ده او هڅه کوو چې اطفایه دلته یوه څانګه ولري.»

د کندهار صنعتي پارک چې د کندهار ښار ختیځ لوري ته په ښوراندام ساحه کې پروت دی، تر اوسه یې سړکونه هم په ډېر خراب حالت کې دي او د فابریکو مسوولین د اطفایې ترڅنګ د سړکونو د جوړولو غوښتنه هم کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.