ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک فراه ښار کې د ریګي پله له تنګوالي شکایت کوي

خلک فراه ښار کې د ریګي پله له تنګوالي شکایت کوي

author avatar
17 Oct 2022 - 15:31
خلک فراه ښار کې د ریګي پله له تنګوالي شکایت کوي
author avatar
17 Oct 2022 - 15:31

فراد (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د فراه ولایت خلک وايي، د دغه ولایت د فراه‌رود یا ریګي پُله – چې د درېیو ولسوالیو لار له مرکز سره نښلوي – سور کم دی او تر څنګ يې باید بل پُول جوړ شي.

دغه پُل د فراه ښار په پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لري چې له مرکز سره د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو (پشترود، خاکسفید او بالابلوک) لار نښلولو سربېره له ایران سره د تګ راتګ مهمه لار هم ده.

د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د دېوال‌سرخ کلي اوسېدونکي او سوداګر محمدوزیر پژواک خبري اژانس ته وویل: «د رېګي پُل سور ډېر کم دی، کله چې لوی موټر راشي نو په ساعتونو لار بنده وي او د خلکو وخت ضايع کېږي.»

ده زیاته کړه چې له ایرانه سوداګریز توکي هم له همدغه پله تېرېږي او وروسته د فراه‌رود پر عمومي سړک هرات او کندهار ته ځي.

ده له حکومته وغوښتل چې د یاد پله ترڅنګ دې بل پُل هم جوړ کړي څو د خلکو ستونزې حل شي.

د فراه ښار اوسېدونکی او موټر چلوونکی عبدالحميد هم پژواک ته وویل: «زموږ موټر د دې پله په ساحه کې په ساعتونو ساعتونو بند وي او لامل يې هم دا دی چې ياد پُل ډېر کم سور لري او پر یو وخت دوه موټر نه شي ورباندې تېرېدای.»

نوموړی هم وايي، د ستونزې یوازينی حل دا دی چې د دغه پله ترڅنګ بل پُل جوړ شي.

د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکی ګل‌الرحمن وايي چې دا له مرکز سره د درېیو ولسوالیو د وصل یوازېنۍ لار ده او حکومت دې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم دا ستونزه مني او وايي، د بودجې نه شتون له امله فعلاُ بل پُل نه شي جوړولای.

د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالودود معتصم پژواک ته وویل: «د دغه پله ستونزه مو دوه ځله په ولايتي جلسه کې او د وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې او په دې تړاو مو د ځينو موسساتو د همکارۍ ژمنه هم ترلاسه کړې خو لا يې کار نه دی پيل کړی.»

ده وویل چې دوی اوس د بل پله جوړېدو لپاره بودجه نه لري خو که وزارت پيسې ورکړي دوی به بل پُل هم جوړ کړي.

یاد پُل په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ۸۱ میلیون افغانيو په لګښت جوړ شوی چې ۲۰۰ متره اوږد او پنځه متره سور لري.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.