ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا مرکز ښرنه کې خلکو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابرېږي

د پکتيکا مرکز ښرنه کې خلکو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابرېږي

author avatar
17 Oct 2022 - 17:19
د پکتيکا مرکز ښرنه کې خلکو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابرېږي
author avatar
17 Oct 2022 - 17:19

ښرنه (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د پکتيکا ځایي چارواکي وایي، د ښرنې ښار د روښنایي او ښاريانو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه یې د لمریرې برېښنا د تولید چارې پیل کړې چې د ژمي له رارسېدو مخکې به بشپړې شي.

په سوېل‌ختيځ زون کې پکتيکا هغه ولايت دی چې تر اوسه له وارداتي برېښنا بې‌برخې دی او ښاريان یې له خصوصي ډېزلي او لمریزې برېښنا- چې يو يونټ په ۶۰ افغانۍ ورکول کېږي – ګټه اخلي.

د یاد ولايت اوسېدونکو څو ځله غوښتنه کړې چې د دوی ولايت ته دې وارداتي برېښنا ورکړل شي، خو دا غوښتنه نه تېر حکومت او نه هم اوسني سرپرست حکومت پر ځای کړې ده.

خو د مرکز ښرنې ښاروالي بيا په يو تازه اقدام کې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او د ښار روښانولو په موخه د سولري برېښنا د جوړولو خبر ورکوي.

د ښرنې ښاروال مولوي ناصر هلال له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، د ولايت مقام او ښرنې ښاروالي په ګډو هڅو يې د سولري برېښنا جوړولو چارې پيل کړې چې شاوخوا درې ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړی وایي، دغه سولري برېښنا به يوازې د ښار د ټولو برخو سړکونو او واټونو د روښنایي لپاره وي چې چارې یې له ژمي مخکې بشپړېږي.

هغه زياته کړه: «دغه برېښنا به په ټوله معنا د خلکو مشکلات حل نه کړي، خو بیا هم ښار به ورسره روښانه شي او د خلکو به هم یوه اندازه مشکلات ورسره کم شي.»

هلال د ښرنې ښاروالۍ د عوايدو د ۵ سلنه زياتېدو خبر هم ورکړ.

هغه وایي، که څه هم د ښرنې ښاروالۍ عوايد په بازار کې د کاروبارو د ټکني کېدو او په دغه ولايت کې د پانګه‌والو د نه پانګونې له امله کم دي، خو بيا هم د تېرو شپږو مياشتو په پرتله ۵ سلنه زيات شوي دي.

نوموړی زياتوي، ښرنې ښاروالي په تېرو شپږو مياشتو کې ۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي او کلني عوايد یې تر ۱۱ یا ۱۲ ميليونه افغانيو پورې رسېږي.

هغه پژواک ته زياته کړه: «د نورو سیمو په پرتله موږ ډېر کم عواید لرو، یو عمده لامل یې دا دی چې دلته د خلکو کاروبارونه نشته او بل د دغه ځای سرمايه‌ګذارانو په نورو ولايتونو کې سرمایه‌ګذاري کړې ده.»

هلال وایي، د مرکز ښرنې په دوو ناحيو کې شاوخوا ۲۵۰ سوداګریز مارکېټونه شته خو ۶۰ یې تش دي او هيڅ کاروبار په کې نه کېږي.

هغه د پکتيکا پر ټولو پانګه‌والو غږ کوي چې په مرکز ښرنه او د دغه ولايت اړوند نورو سيمو کې دې پانګونه وکړي څو خلک او حکومت دواړه یې له ګټې برخمن شي.

ځيني ښاريان په مرکز ښرنه کې د زياتو چټلیو له شتونه شکايت لري او وایي، د ښرنې ښاروالي د ښار د پاکوالي او د سړکونو ترمنځ د زينتي بوټو او ونو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلې ده.

د ښرنې ښاروال د خلکو دغه شکايتونه پر ځای بولي او زياتوي: «زموږ سره د ټول ښار چټلیو د لرې کولو لپاره یو تراکتور ده او هم مو د صفایۍ کارکوونکي کم دي، نو خلک ګرم نه دي چې شکایت کوي؛ خو ډاډ درکوم چې په دې اړه مې وزارت ته پیشنهاد کړی او ژر به دا ستونزې حل کړو.»

نوموړی د ښار د پاک ساتلو په برخه کې له ښاريانو هم د همکارۍ غوښتنه کوي او وایي، ښاريان دې د چټلیو او ناکاره توکو له بې‌ځایه غورځولو ډډه وکړي او ټول هغه توکي چې په چټلیو کې شمېرل کېږي، د ښاروالۍ له لوري اېښودل شوو کثافت‌دانيو ته دې وغورځوي.

هغه د نرخونو کنټرول او افغانیو د ترويج په موخه د جوړې شوې کمېټې يادونه هم وکړه او زياته یې کړه، په مرکز ښرنه کې یې د نرخونو کنټرول په موخه د ښاروالۍ په مشرۍ يوه ګډه کمېټه – چې د ۷ ادارو استازي پکې شامل دي – جوړه کړې او د بازار د نرخونو او د افغانیو ترویج دنده پر غاړه لري.

د ده په خبره، د نرخونو کنټرول او د افغانيو ترويج په دغه ګډه کمېټه کې د ولايت مقام، استخباراتو، قوماندانۍ، صنعت او سوداګرۍ، سوداګرۍ خونې او ښاروالۍ ادارو استازي شامل دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.