اټلانټا (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱ ): د سره صليب نړۍواله کمېټه وایي، له تېر کال راهیسې یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه دوه برابره زیات کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د تلې په ۲۶مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې مشر، ايلوا فيليون (Eloi Fillion) د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.
سرچینې زیاته کړې، په پيل کې ايلوا په افغانستان کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، دغه سازمان له اوکراين وروسته په افغانستان کې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی عمليات لري.
نوموړي زیاته کړه چې د روغتيايي او روزنيزو ادارو او زندانونو اړوند خدمتونو ترڅنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو برخو ته هم خپل فعاليتونه پراخوي.
ايلوا وویل چې سږ کال يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات کړي او په ۲۰۲۳م کال کې هم د دغې کچې ساتنې نيت لري.
بلخي وایي، ستانکزي د سره صليب له نړۍوالې کمېټې څخه د هغوی د مرستو له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د اقتصادي ستونزو تر هوارېدو پورې د افغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ور کړي.
ستانکزي دغهراز د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب د ياد سازمان د فعاليتونو د ښه ترسراوي لپاره د مناسب چاپيريال برابرولو ډاډ ورکړ.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن