ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بشري حقونو سرغړونې؛ د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی پنجشېر ته تللی

له بشري حقونو سرغړونې؛ د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی پنجشېر ته تللی

[restrict paid=”true”]

پاراخ، اټلانټا (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): په پنجشېر کې له بشري حقونو د سرغړونو له راپورونو خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ پنجشېر ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي محمدحسن هاشمي او نورو ځایي چارواکو سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې پنجشېر ته د بینټ د سفر  موخه په دغه ولایت کې د بشري حقونو د وضعیت معلومول ښودل شوي دي.

هغه زیاته کړې، والي هاشمي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې بشري حقونو ته ژمن دی او د حکومت د تېر یوه کال کړنې د دې ثبوت دی.

د پنجشېر والي ویلي، اوسمهال د پنجشېر ولایت د مرکز په ګډون اوو ولسوالیو کې هیڅ وسله واله ډله شتون نه لري او  د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې د رسنیو دسیسو ته پاملرنه ونه کړي.

هاشمي وایي: «د ټولنې د ټولو قشرونو د انساني کرامت ساتنه شوې، ښځې، نجونې او په ټوله کې ټول وګړي په ارامۍ کې ژوند کوي، لومړني ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي او پوهنتونونو ته هم نجونې ځي.»

د پنجشېر د والي معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې چې د یوناما استازي هم شتون درلود، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په دې لیدنه کې ویلي چې اوس هم په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه اندېښنې شته او ملګرو ملتونو ته له ستنېدو وروسته به یې د دغه سازمان عمومي ناستې ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې: «دلته راغلی یم، څو له نږدې د بشري حقونو وضعیت وڅېړم، موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین پلوي یو، په دې برخه کې د اسلامي امارات سره همکار یو، هیله من یو چې په افغانستان کې جګړې او له بشری حقونو سرغړونې هم نه وي.»

نوموړی په داسې حال پنجشېر ته سفر کوي چې څو اونۍ مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په دغه ولایت کې د ځایي امنیتي ځواکونو له خوا د خپلسرو وژنو ویډیو خپره شوه.

له یادو ادعاوو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه ځانګړي راپور ورکوونکي له افغان چارواکو غوښتي وو چې نوموړي ته هغه سیمو ته د تګ اجازه ورکړي چې د بشري حقونو د نقض ادعاوې په کې کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې په پنجشېر کې د بندیانو وژلو په اړه پلټنې کوي، خو تر اوسه یې پلټنې نه دي په ډاګه شوې.

بلخوا د افغان وېټنېس په نوم یوه بهرني بنسټ ادعا کړې، ځایي امنیتي کسانو په پنجشېر ولایت کې لږ تر لږه ۲۷ کسان له نیولو وروسته وژلي دي.

دغه نادولتي څېړنیز بنسټ زیاته کړې چې د لسګونو اسنادو او شواهدو له څېړلو چې تر ډېره وېډیوګانې او تصویرونه دي پوه شوي چې دغه کسان له نیول کېدو وروسته وژل شوي.

د وېټنېس بنسټ د موندنو دا راپور وړمه ورځ له نړیوالو رسنیو خپور شو.

د دغه بنسټ د څېړنې ډلې مشر ډېوېډ اسبورن وايي، د دوی پلټنو ښودلې چې دغه کسان د تېرې سپټمبر مياشتې په نيمايي کې په پنجشېر کې د امارتي ځواکونو په لاس له نیول کېدو وروسته وژل شوي.

خو د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دغو شواهدو په غبرګون کې ویلي چې یو پلاوی د دغو خپرو شوو فلمونو د پلټنې په حال کې دی.

هغه ویلي چې د څېړنو تر بشپړېدو په دې اړه نور جزئيات نه شریکوي.

[/restrict]

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.