کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): لسګونه نسایي او ولادي ډاکټرانې به په یوه علمي سمپوزیم کې د سینې، رحم او غېر نورمال عملیاتو اړوند روغتیايي ستونزو په اړه بحث کوي او د حل لارو لپاره به یې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.
دغه څرګندونې د «شفاجو روغتون» مسوولې او د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنې مشرې ډاکټر نجم السما نن (د تلې ۲۸مه) په کابل ښار کې د یوه سمپوزیم د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
دغه سمپوزیم - چې شاوخوا ۱۵۰ نسایي او ولادي ډاکټرانو پکې ګډون کړی - د ښځو روغتیایي ستونزو، د زېږون پرمهال د ښځو مړینې کچې کمولو په اړه بحث او د افغانستان د نسایي او ولادي ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی دی.
نوموړې زیاتوي، د دغه سپموزیم ګډونوال به د سینې او رحم سرطانونو او غیر نورمال عملیاتو په څېر جدي روغتیايي ستونزو په اړه خپلې علمي مقالې وړاندې کوي او پر دغو موضوعاتو به بحث او د نظر تبادله کېږي.
هغه د دغه ډول عملي سمپوزيمونو جوړول د ډاکټرانو ظرفيت لوړولو لپاره مهم بولي او وايي، د دغه سمپوزیم ګډونوال ډاکټران د یو بل له تجربو زدهکړه کوي او د طب په برخه کې له پرمختګونو او لاستهراوړنو څخه خبرېږي.
د دغه سمپوزیم یوې ګډونوالې ډاکټر شینکۍ وردګ وویل، سمپوزیم ډېر ښه دی، د ډاکټرانو علمي پوهې کچه لوړېږي.
نوموړې وایي، په دغه سمپوزیم کې چې کومې علمي مقالې وړاندې کېږي، اړینې موضوعګانې انتخاب شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP