پلخمری (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د بغلان د یو شمېر دیني مدرسو مسوولینو نن په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت له مرستیال مولوي کرامتالله اخندزاده سره د لیدنې پر مهال وویل، حکومت د دوی مدرسې له پامه غورځولې دي.
خو د پوهنې وزارت مرستیال بیا ويلي چې حکومت له خصوصي دیني مدرسو سره همکارۍ ته ژمن دی.
په دغه ولایت کې د یوې خصوصي دیني مدرسې مسوول شیخ مولوي عبدالغني حقاني وویل: «په ولایتونو کې د جهادي مدرسو له جوړېدو وروسته د خصوصي ديني مدرسو طالبان د نشت تر کچې راکم شوي.»
هغه زیاته کړه، که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي، په هېواد کې به خصوصي ديني مدرسې وتړل شي او دا به نه جبرانېدنکي پايلې ولري.
نوموړي وویل: «پخوا ديني مدرسې پر عشر او زکات چلېدې، د نوي نظام په راتګ سره چې عشر اختیاري شو، خلک دیني مدرسو ته عشر نه ورکوي او د مدرسو ښوونکي د زدهکوونکو لګښت نه شي پوره کولای او اړ دي چې د لوړ معاش لپاره لویو دولتي مدرسو ته مخه کړي.»
یو بل دیني عالم شیخ محمدیونس هم وویل: «حکومت خصوصي دیني مدرسو ته شا کړې او څومره چې اړتیا ده هومره ملاتړ يې نه کوي او په جهادي مدرسو کې د ښوونکو او شاګردانو امتیازات زیات دي.»
د هغه په خبره، له همدې امله د خصوصي دیني مدرسو ښوونکو د لوړ معاش لپاره جهادي مدرسو ته مخه کړې او خصوصي مدرسې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي کرامتالله اخندزاده چې لغمان ولایت ته يې سفر کړی، له دیني عالمانو سره د لیدنې پر مهال وویل، حکومت په ولایتونو کې له خصوصي دیني مدرسو سره د پام وړ مرستې نه دي کړې.
خو زیاته يې کړه چې په دې برخه کې د کړو ژمنو پوره کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په خبره: «بغلان ته د راتګ یوه موخه مې له خصوصي دیني مدرسو د حکومت ملاتړ دی او په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.»
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې کلیوالي ديني مدرسې جوړوي او هره مدرسه به درې رسمي ښوونکي ولري او د خصوصي ديني مدرسو ښوونکي هم کولای شي چې په کلیوالي دیني مدرسو کې دنده ترسره کړي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۳۰۰۰ دیني مدرسې شتون لري او تر څنګ يې په هر ولایت کې يوه یوه جهادي مدرسه هم جوړېږي.