پارون (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د نورستان د د دواب ولسوالۍ مسوولین وايي، په دغې ولسوالۍ کې له ۲۲ ښوونځیو ۲۰ یې ودانۍ نه لري؛ بلخوا خلک بیا وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر خورا ټکنی او په نشت حساب دی.
د دواب د مرکزي لېسې د شپږم ټولګي زدهکوونکي سید مسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ته تدریسي کتابونه او قرطاسیه نه دي ورکړل شوي او د ناستې لپاره لوازم هم نه لري.
د یادې ولسوالۍ د ژونیا درې یوه قومي مشر حکیمالله وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر بېخي په نشت حساب دی، ښوونکي تنخواګانې اخلي او درس نه ورکوي، ډېر خلک چې د درس پر اهمیت پوهېږي، خپل زامن لغمان او نورو ځایونو ته د درس ویلو لپاره استوي .
خو د همدغې درې د منځني ښوونځي مدیر میرزا نور بیا په یاده برخه کې خلک ګرم ګڼي چې خپل اولادونه درسونو ته نه ور استوي او جلغوزو ټولولو او نورو کارونو پسې یې لېږي .
د پژواک خبریال د ژونيا درې د یاد ښوونځي د سترګو لیدلی حال بیا داسې بیانوي: «په داسې حال کې چې نږدې لس نیمې بجې وې او د تدریس وخت و، مونږ د دغه ښوونځي ټاکل شوي ځای ته ورغلو، خو د ښوونکو او زدهکوونکو هیڅ معلومات نه وو، د کلي خلکو یو ځوان راته راوښود چې دغه میرزا نور دی او د دغه ښوونځي مدیر دی. نوموړي وویل چې زه به شاګردان راټول کړم، په نږدې لس پنځلس دقیقو کې هغه د دوه سوه لس زدهکوونکو له ډلې یوازې څوارلس زدهکوونکي وموندل، خو کله چې ما د یوه زدهکوونکي څخه وپوښتل، ته څوم ټولګي کې یې؟ هغه وویل: زه نه پوهېږم. نو معلومېده چې ښایي دغه يې لومړۍ ورځ د شاګردۍ وي.»
د دواب ولسوالۍ د پوهنې امریت اجرائیه مدیر نصرالله وایي، په کاري برخه کې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي او که د حل لاره ورته ونه لټول شي، پوهنیز بهیر به لا ټکنی شي .
دی زياتوي: «د دغې ولسوالۍ د ۲۲ بابه ښوونځیو له ډلې دوه لېسې دي (یوه مختلط او یوه د نجونو لېسه)، پنځلس منځني او پنځه لومړني ښوونځي دي چې په کې ۲۷۸۲ زدهکوونکي چې له ډلې یې نږدې یوولس سوه نجونې دي، نهه شپېته رسمي ښوونکي او اتلس قراردادي ښوونکي لرو.»
د هغه په خبره، د دغو ښوونځیو له ډلې ۲۰ یې ودانۍ نه لري او په ازاده فضا او یا هم جوماتونو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
نوموړی وایي، په دغه ډول شرایطو کې د دوی زدهکوونکي هم له زدهکړو زړه توري شوي او زیاتره یې غیر حاضري کوي.
هغه زیاتوي، که د دوی ښوونکي هره ورځ حاضري واخلي، نو ډېری زدهکوونکي به له ازموینې محروم شي، همدا لامل دی چې دلته حاضري نه اخیستل کېږي .
د نورستان د پوهنې رییس مولوي تاجمحمد مطمئن د دواب ولسوالۍ د پوهنيز بهیر ستونزو په تايیدولو سره وایي، د کتابونو په برخه کې ستونزې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې شته او دوی له مرکزي دولت سره وخت پر وخت یادې ستونزې شریکې کړې دي او هغوی ورته د حل ژمنې کړې دي .
د ده په خبره، دوی له یونسیف ادارې سره هم د نورستان د ښوونځیو ستونزې شریکې کړې دي او هغوی ژمنه ورکړې چې زدهکوونکو ته به د ناستې او تدریسې لوازمو اسانتیاوې برابروي .
نورستان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې د ۲۱۴ ښوونځیو له ډلې شپېته یې ودانۍ لري او پاتې نورو کې زدهکوونکې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP