ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د دواب ولسوالۍ خلک د پوهنې له ټکني بهیره شکایت لري

د نورستان د دواب ولسوالۍ خلک د پوهنې له ټکني بهیره شکایت لري

author avatar
20 Oct 2022 - 18:17
د نورستان د دواب ولسوالۍ خلک د پوهنې له ټکني بهیره شکایت لري
author avatar
20 Oct 2022 - 18:17

پارون (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د نورستان د د دواب ولسوالۍ مسوولین وايي، په دغې ولسوالۍ کې له ۲۲ ښوونځیو ۲۰ یې ودانۍ نه لري؛ بلخوا خلک بیا وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر خورا ټکنی او په نشت حساب دی.

د دواب د مرکزي لېسې د شپږم ټولګي زده‌کوونکي سید مسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ته تدریسي کتابونه او قرطاسیه نه دي ورکړل شوي او د ناستې لپاره لوازم هم نه لري.

د یادې ولسوالۍ د ژونیا درې یوه قومي مشر حکیم‌الله وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر بېخي په نشت حساب دی، ښوونکي تنخواګانې اخلي او درس نه ورکوي، ډېر خلک چې د درس پر اهمیت پوهېږي، خپل زامن لغمان او نورو ځایونو ته د درس ویلو لپاره استوي .

خو د همدغې درې د منځني ښوونځي مدیر میرزا نور بیا په یاده برخه کې خلک ګرم ګڼي چې خپل اولادونه درسونو ته نه ور استوي او جلغوزو ټولولو او نورو کارونو پسې یې لېږي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.