کندوز (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٤): د کندوز امنيه قومانداني وايي چې پوليسو په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٦ کسان نيولي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د غبرګولي ٢٩مه) د کندوز امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې، راغلي چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه غلا، قمار، د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نيول شوي دي.
خبرپاڼې زياته کړې چې نيول شوو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP