قلعه نو (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله درې ماشومې نجونې وژل شوې دي.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ له خوا د تلې په ۲۹مه خپروه شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا ته بجې د مقر ولسوالۍ د خارستان سيمه کې شوې ده.
سرچينه زياتوي: «د بادغیس اړوند مقر ولسوالۍ د خارستان په سيمه کې څو ماشومانو چې د تېر رژيم د پوستو په شاوخوا کې يې د زړو مهماتو ټوکران راټول کړي وو او د ډبرې په وسیله يې ضربه ورکړې وه، متأسفانه انفجار يې کړى او په نتيجه کې يې د يادې سيمې د نواباد کلي ٣ تنه کم عمره نجونې شهيدانې شوې.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP