Language

میدان وردګ او لغمان کې سلګونه کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په ميدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه.

د میدان ‌وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب‎ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد ولایت د سرې میاشتې رئیس مولوي عبدالقدوس عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د ترکيې هېواد سرې میاشتې له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۲۵ کیلوګرامه وریجې، اته کیلوګرام لوبیا، درې کيلوګرامه بوره، یو کیلوګرام شین چای، یو کیلوګرام مالګه او یوه اندازه د ماشومانو خواړه ورکړل شول.

بلخوا، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې له ۳۶۳ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه.

login or register a new account.