ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا ایرلینډ او هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا ایرلینډ او هند پاکستان ته ماتې ورکړه

author avatar
23 Oct 2022 - 17:54
د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا ایرلینډ او هند پاکستان ته ماتې ورکړه
author avatar
23 Oct 2022 - 17:54

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا ایرلنډ ته او هندوستان بیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په دوام کې نن دوې لوبې ترسره شوې چې لومړۍ د سریلانکا او ایرلینډ ترمنځ او دویمه بیا د هندوستان او پاکستان ترمنځ وشوه.

په لومړۍ لوبه کې ایرلینډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف د کسال منډیس له لوري د ۶۸ منډو په جوړولو سره په ۱۵م اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او ایرلینډ ته یې د ۹ ویکټو په توپير سره ماتې ورکړه.

همدارنګه په دویمه لوبه کې پچه هند وګټله او پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او هندوستان ته یې د ۱۶۰منډو هدف وټاکه.

هندوستان یاد هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د شلم اور په وروستي توپ پوره کړ او پاکستان ته یې د څلورو ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې د هند له لوري په توپوهنه کې ویرات کوهلي ۸۲ منډې وکړې.

دغه‌راز تېره ورځ د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزلنډ اسټرالیا ته او انګلستان افغانستان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه، اسټراليا کې پيل شوی او پای‌لوبه به يې د نوامبر پر ۱۳مه کېږي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.