ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

author avatar
23 Oct 2022 - 12:33
له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي
author avatar
23 Oct 2022 - 12:33

کندهار (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سږ کال بې وخته اورښتونو د انارو باغونه یو څه زیانمن کړل خو حاصلات یې ښه دي چې په کور دننه او بهر یې بیه هم لوړه ده.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د انارو حاصلات نسبتاً ښه دي او صادرات یې هم زیات دي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د انارو د حاصلاتو ټولول پیل شوي چې تر دې مهاله د ۲۵ میلیونه ۹۸۸ زره ۵۰ امریکایی ډالرو په ارزښت ۴۷ زره ۲۵۱ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده.»

دی وايي، دا چې اوسمهال د هوایي دهلېز اسانتیا نشته نو له کندهاره انار د ځمکې له لارې یوازې پاکستان او هند ته صادرېږي؛ خو که نورو هېوادونو ته هم صادر شوي وای ارزښت به یې نور هم لوړ شوی وای.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت د انارو ټول حاصلات ۱۷۰ زره ټنه اټکل شوي دي.

د دغه ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن پژواک ته وویل، په کندهار کې پر شاوخوا ۱۰ زره هکتاره ځمکه د انارو باغونه شته خو سږ کال یې حاصلات ۱۰ سلنه کم شوي دي.

ده زیاته کړه: «سږ کال د اټکل له مخې د انارو حاصلات ۱۷۰ زره ټنه ته رسېږي چې دا به د تېر کال په پرتله لس سلنه کم وي؛ ځکه وچکالۍ او وروسته اورښتونو او سېلابونو د نورو مېوو ترڅنګ انار هم یو څه زیانمن کړي دي.»

د انارو سوداګر هم وایي، سږ کال د انارو حاصلات ښه دي خو په ځینو سیمو کې یې مچ کړی او انار یې خراب کړي دي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو یو باغ لرونکی محمد رضا وایي، سږ کال د دوی د تمې خلاف د انارو حاصلات ښه دي، وچکالۍ او بې وخته اورښتونو ته په کتو ډېر نه دي خراب شوي.

هغه زیاته کړه، په ځینو باغونو کې انارو مچ کړی خو دوی یوازې روغ انار بهر ته صادروي څو ښه بیه ولري.

ده وویل: «اوسمهال خو د انارو بیه ښه ده، موږ په انارو کې ګورو، سم سم انار بهر ته استوو، داسې انار هم شته چې ښه روغ وي خو په منځ کې خراب وي، هغه بیا موږ ته معلومېږي، موږ هغه په سمو انارو کې نه استوو.»

د انارو په باغونو کې پر کار بوخت کسان وایي، سږ کال جګړې نشته او په ډاډه زړه د انارو په باغونو کې کار کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ د انارو په یوه باغ کې پر کار بوخت کس احمد جان وايي، کله چې په بازار او یا هم بهر کې د انارو بیه ښه وي، بیا اجاره‌کوونکي هم دوی ته ډېرې پيسې ورکوي. خو کله چې انار بیه و نه لري، د دوی ورځنۍ مزدوري هم کمه وي.

ده زیاته کړه: «ډېر خوشحاله یم چې دلته د نورو انډیوالانو سره یو ځای کار کوم، سږ کال ښه بې غمي ده، انار هم ښه دي، زموږ روزانه مزدوري هم ښه ده.»

یو شمېر د انارو سوداګر بیا شکایت کوي چې بهر ته د انارو صادرولو پرمهال د تالاشۍ په موخه په موټرو کې جر وهل ستونزې ورته جوړې کړې دي؛ ځکه هم پيسې ځني اخیستل کېږي او هم موټر ځنډول کېږي.

د انارو یوه سوداګر حاجي راز محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې انار پاکستان ته صادروو نو په سپین بولدک کې امنیتي کسان له انارو په بار موټر کې د تالاشۍ لپاره جر وهي، پر دغه کار له ۶ تر ۷ زره افغانۍ هم راڅخه اخلي او موټر هم ډېر ځنډول کېږي، غوښتنه مو دا ده چې دا ستونزه حل شي.»

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي په سپین بولدک کې د انارو په موټرو کې د جر وهلو په اړه وایي، دا پلټنه د امنیتي کسانو له خوا کېږي خو اوس پر دې کار روان دی چې د سوداګرۍ موټرو ته بېله لار جوړه شي چې دا ستونزه به ورسره حل شي.

په کندهار کې تر ټولو ډېر د انارو باغونه په ارغنداب ولسوالۍ کې دي، خو د دغه ولایت په معروف، ارغستان، میوند، پنجوايي، او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د انارو باغونه شته.

Views: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.