له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.


