ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ بنلګه‌دېش نیدرلینډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ بنلګه‌دېش نیدرلینډ ته ماتې ورکړه

author avatar
24 Oct 2022 - 19:11
د کرکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ بنلګه‌دېش نیدرلینډ ته ماتې ورکړه
author avatar
24 Oct 2022 - 19:11

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې بنګله‌دېش نیدرلینډ ته ماتې ورکړه خو د سويلي افریقا او زمبابوې ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه.
د نړۍوال شل اووریزه جام سیالیو په دوام نن لومړۍ د بنګله دېش او نیدرلینډ ترمنځ لوبه وشوه.
په دغه سیالۍ کې بنګله دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شل اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او نیدرلینډ ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
د نیدرلینډ لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو او په شل اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه یې د نهو.مډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله.
همدارنګه په دویمه سیالۍ کې پچه زمبابوې وګټله او په خپله یې توپوهنه غوره کړه خو یاده لوبه د باران له امله وځنډېده او د شل اورونو پر ځای د ۹ اورونو لوبه وشوه.
زمبابوې په ټاکلو ۹ اوورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۹ منډې جوړې کړې او سویلي افریقا ته یې د ۸۰ منډو هدف وټاکه.
خو کله چې د سویلي افریقا لوبغاړي میدان ته ښکته شول نو د درې اوورونو وروسته باران پیل شو او لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې په نړیوال شل اووریزه جام سیالیو کې به افغانستان خپله دویمه سیالۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د نیوزلنډ سره وکړي.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه، اسټراليا کې پيل شوی او پای‌لوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.